شهباز شریف د ترکیې له ولسمشر او وزیراعظم سره وکتل
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i23116-شهباز_شریف_د_ترکیې_له_ولسمشر_او_وزیراعظم_سره_وکتل
د پاکستان د پنجاب صوبې اعلی وزیر د ترکیې له ولسمشر او وزیراعظم سره ملاقات او خبرې اترې وکړې.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 28, 2016 08:24 Asia/Kabul
  • شهباز شریف د ترکیې له ولسمشر او وزیراعظم سره وکتل

د پاکستان د پنجاب صوبې اعلی وزیر د ترکیې له ولسمشر او وزیراعظم سره ملاقات او خبرې اترې وکړې.

زمونږ د خبریال د خبر له مخې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د پاکستان د پنجاب صوبې د وزیراعلی شهباز شریف په کتنه کښې په ترکیه کښې د ناکامې کودتا په غندنه کښې د نوازشریف د حکومت د دریځنیونې قدرونه وکړه.

په دغه کتنه کښې شهباز شریف هم وویل چې د پاکستان حکومت او خلک د ترکیې د ولس او حکومت ملاتړ کوی او اسلام آباد په ټولو برخو کښې د انقرې له حکومت سره د اړیکو د پراختیا غوښتونکی دی.

د ویلو ده چې په ترکیه کښې له ناکامې کودتا وروسته د دغه هیواد ولسمشر له پاکستانه غوښتی دی چې په دې هیواد د ترکیې د هیزمت غورځنګ په مشر فتح ا... ګولن پورې پیئلی ټول ښوونځی او دفترونه بند کړی.

د ترکیې حکومت فتح ا... ګولن د جولائۍ د ۱۵ نیټې په ناکامې کودتا کښې په لاس لرلو تورن کړی دی.