متحده قومی غورځنګ له الطاف حسین سره هرډول اړیکې پرې کړې
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i23119-متحده_قومی_غورځنګ_له_الطاف_حسین_سره_هرډول_اړیکې_پرې_کړې
د پاکستان متحده قومی غورځنګ د دغه ګوند له پخوانی مشر الطاف حسین سره خپلې اړیکې غوڅې کړې.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 28, 2016 08:32 Asia/Kabul
  • متحده قومی غورځنګ له الطاف حسین سره هرډول اړیکې پرې کړې

د پاکستان متحده قومی غورځنګ د دغه ګوند له پخوانی مشر الطاف حسین سره خپلې اړیکې غوڅې کړې.

زمونږ خبریال رپورټ راکړی چې د متحده قومی غورځنګ لوړرتبه غړی فاروق ستار په کراچۍ کښې یوه خبری غونډه کښې وویل چې د دغه غورځنګ پلویان نوره د الطاف حسین پیروی او ملاتړ نه کوی.

هغه د پاکستان د امنیتی ځواکونو په لاس د متحده قومی غورځنګ د غړو د نیونې په غندلو سره وویل چې دا غورځنګ یو سیاسی ګوند دی او کوم کسان چې په ترهګرو بریدونو کښې لاس لری د متحده قومی غورځنګ غړی نه دی.

فاروق ستار د پاکستان له حکومته وغوښتل چې متحده قومی غورځنګ ته د فعالیت اجازه ورکړی او په مختلفو سیمو کښې د دې غورځنګ سیل کړی دفترونه پرانزی.