پاکستان له هند سره د کشمیر د مسئلې هوارولو ته چمتو دی
Aug 28, 2016 09:04 Asia/Kabul
پاکستان یوځل بیا له هندوستان سره د کشمیر د مسئلې هوارولو ته خپل چمتووالی څرګند کړ.
په نوی ډیلی کښې د پاکستان سفیر عبدالباسط خبریالانو ته وویل چې اسلام آباد چمتو دی د هندوستان ترکنټرول لاندې کشمیر د مسئلې د هواری لپاره له دغه هیواد سره خبرې اترې وکړی.
په نوی ډیلی کښې پاکستانی سفیر زیاته کړه چې د مشمیر مسئله دې د مذاکراتو له لارې هواره شی او هندوستان دې د کشمیر د خلکو د رایو احترام وکړی.
هغه هیله وښودله چې د هندوستان وزیراعظم نریندر مودی د دسمبر په نهمه نیټه په اسلام آباد کښې د سارک د غړو هیوادونو په سرمشریزه غونډه کښې ګډون وکړی.