د پاکستان بحرانونو ته یوه کتنه
ستر اسلامی او په عېن حال کښې اېټمی هېواد پاکستان له سترو کورنیو او بهرنیو بحرانونو او مشکلاتو سره مخامخ دے.
که له یوې خوا په دغه هېواد کښې بحرانونه څپانده دی چې تر ټولو ورستی یې د پاکستان په خلاف د اېم کیو اېم ګوند د مشر الطاف حسېن له څرګندونو سره اړوند دی چې فوج په کراچۍ کښې د دغه ګوند دفترونه او مرکزونه له منځه یوړل او اوس کوشش کیږی چې په دغه ګوند کښې یوه ستره ډله جوړه شی او یا د دغه هېواد د بلوچستان صوبې بېلتون غوښتونکې بلوچ ډلې دی چې په خپلو داخلی سیمو کښې د پاکستان بېرغ نه رپوی او د دغه هېواد بهرنی دښمنان منجمله امریکه او برطانیه چې ځانونه په ظاهره د پاکستان دوستان ښئ هم له دغو ډلو څخه ملاتړ کوی.
له بلې خوا دغه هېواد هم هغه شان د ځینو ګاونډی هېوادونو لخوا له ترهه ګرۍ څخه په ملاتړ تورنیږی. لکه افغان حکومت په کابل کښې په امریکائی پوهنتون باندې له ترهه ګرې حملې سره په رابطه کښې یو ځل بیا پاکستان تورن کړ او وې ویل چې دغه حمله په پاکستان کښې پلان شوې او بیا عملی شوې ده او ترهه ګر کسان له پاکستان څخه لارښونه کېدل چې افغان ولسشمر اشرف غنی په دې لړ کښې د پاکستان د فوځ له قوماندان جنرل راحیل شریف سره په ټیلفونی تماس کښې د هغۀ غوږو ته دا خبره ورسوله چې دغه عملیات له پاکستان څخه ترسره شوی. که څه هم جنرل راحیل شریف ورته په ځواب کښې وویل چې چا ته به اجازه ورنکړی چې د پاکستان له خاورې څخه د افغانستان په خلاف استفاده وشی، خو هغه مشهوره خبره ده چې هغه څه چې دی عیان څه حاجت شته د بیان.په پاکستان کښې د افراطی او د تعلیم او ثبات د مخالفو ترهه ګرو ډلو شتون له هر څه زیات څرګند دے.
زمونږ رېډیو په دې اړه د ټیلفون له لارې د پاکستان د عوامی نشنل پارټۍ د مرکزی شورا د مشر او د دغه هېواد د قانون پوهانو د اتحادیې د پخوانی مشر لطیف آفریدی نظر وپوښتۀ چې په ځواب کښې یې وویل، داسې هیڅ یو هېواد نشته چې له بحرانونو نه وی تېر او ارامښت او ثبات ته ورسیږی. خو له بده مرغه په پاکستان کښې داسې نه دی. دلته داسې څوک نشته چې د بحرانونو د جرړو په حقله فکر وکړی چې ولې رامنځته شوی دی او څه حل لاره ورته پېدا کړی. د لطیف آفریدی د وېنا له مخې د پاکستان چارواکی دا فکر نه کوی چې ولې ځینې قومونه ترې ناراضه دی او ولې له پاکستانه د ازادۍ غوښتونکی دی؟ دغه مشهور پاکستانی قانون پوه همدارنګ اعتراف وکړ چې د پاکستان ترټولو ستر مشکل دا دے چې په دغه هېواد کښې د خلقو منتخب کړے شوے حکومت هیڅ اهمیت نه لری. د دغه هېواد په قومی او صوبائی اسمبلیو کښې تقریباً زر تنه د خلقو په رایو سره غوره کیږی خو د هېواد لپاره په لوړه سطح فېصلې نه شی غوره کولې.
د لطیف آفریدی د وېنا له مخې په پاکستان کښې اصلی واک د دغه هېواد د فوځ او د استخباراتی ادارې آئی اېس آئی په لاسو کښې دے چې د بهرنیو سیاستونو په تېره بیا د افغانستان او هندوستان په اړه د سیاستونو په لړ کښې دا فوځ دے چې سیاست جوړوی. طالب ډله فوځ په ګاونډی هېوادونو په تېره بیا په افغانستان باندې د دباو راوړلو لپاره جوړه کړې ده او نن له هغوی څخه ځینې له فوځ سره مخالف شوی دی او له ترهه ګرۍ سره په دغه کور سوزونکی تش په نامه جنګ کښې د غلطو سیاستونو په وجه په پاکستان کښې له شپږو زرو نه تر اوو زرو پورې فوځیانو په شمول له یو لکو نه زیات عامه خلق وژل شوی دی او یو سل اتلس میلیارډ ډالره زیان دغه هېواد ته رسېدلے دے.
د لطیف آفریدی د وېنا له مخې پاکستان غوښتل چې په دې سیاست سره هم له امریکې څخه مرستې ترلاسه کړی او هم په افغان حکومت باندې خپلې غوښتنې ومنی. په داسې حال کښې چې له دغو څخه یو هدف ته هم نه دے رسېدلے او یوازې یې خپله ضرر موندلے دے.
د افغانستان د ملی امنیت د شورا د مطبوعاتی څانګې مشر نجیب ا... منلی هم په دې باره کښې زمونږ رېډیو ته وویل، پاکستان چې نن له یو لړ سیاسی، کلتوری اواخلاقی بحرانونو سره مخامخ دے په حقیقت کښې په دې وجه دے چې د دغه هېواد مشرانو په تېره بیا فوځی مشرانو هیڅکله د خپل هېواد ملی ګټې په نظر کښې نه دی نیولې بلکه تل په حکومت او فوځ کښې د یو شمېر خاصو سرمایه دارو او اشرافو ګټې د هغوی لپاره اهمیت لری. نجیب منلی د دې پوښتنې په ځواب کښې چې آیا پاکستان په یوازې ځان په سیمه کښې داسې سیاستونه غوره کولې او عملی کولې شی چې د سترو سیمه ایزو بحرانونو سبب شی؟ وویل پاکستان تل د لویدیځ په تېره بیا د امریکې په هڅونې سره په سیمه کښې یو لړ سیاستونه عملی کړی او لویدیځ او امریکې هم د پاکستان له لارې کوشش کړے دے چې په سیمه کښې خپل سیاستونه عملی کړی او د پاکستان د جوړېدو له وخت نه دغه هېواد د لویدیځ بلاک په خدمت کښې بوخت ؤ او دے.
-----------