افغانستان له کندهاره یو شمیر پاکستانی کاریګر وشړل
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i23224-افغانستان_له_کندهاره_یو_شمیر_پاکستانی_کاریګر_وشړل
افغانستان د پاکستان یو سل پینځه ویشت کاریګر  له خپل هیواده وشړل .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 29, 2016 01:42 Asia/Kabul
  • افغانستان  له کندهاره  یو شمیر پاکستانی کاریګر وشړل

افغانستان د پاکستان یو سل پینځه ویشت کاریګر  له خپل هیواده وشړل .

 

د د پاکستانی رسنیو له خوا  د رارسیدلو راپورونو له مخې دغه کسان په چمن کې د دوستۍ په دروازه د پاکستان مقاماتو ته وسپارل شول.

له افغانستانه شړل شوې پاکستانی مزدوران  په کندهار کې استوګن   او  له تعمیراتی یا رغاونې له  برخې سره اړوند وو.

دغو کسانو پاکستانی مقاماتو ته وویل چې  افغان ځواکونو هغوی له نیول کیدو او شړلو مخکې وهلې ټکولې دی.

 افغان چارواکو ددغه کسانو د شړلو وجه نه ده ښودلې.  له بلې خوا د پاکستان ځواکونو هم د کویټې په شمول د بلوچستان صوبې په مختلفو سیمو کې درې سوه اته ویشت افغان کډوال نیولې دی.  سرچینې وایی چې دغه کسان د فارن ایکټ له مخې نیولې شوې دی.

د ایف سی استازی وویل چې دغه کسان  ایف آیی ای ته سپارل شوې او له تحقیقاتو وورسته به  له هیواده وشړل شی.