د پاکستان په پنجاب کښې دوه تنه ووژل شول
Aug 31, 2016 11:03 Asia/Kabul
د پاکستان په پنجاب صوبه کښې دوه تنه په ترهه ګره حمله کښې ووژل شول
د سحر چېنل د رپوټ له مخې د پاکستان د پنجاب صوبې پولیسو نن وویل، د دغې صوبې د سیالکوټ ښار په تلواره مغلان سیمه کښې د وسله والو کسانو په ډزو سره دوه تنه ووژل شول.
د دغه رپوټ له مخې وژل شوی کسان د یو ګوند غړی دی.
تر اوسه هیڅ یوې ډلې د دغې حملې ذمه واری په غاړه نه ده اخېستې. د پنجاب پولیسو سیمه محاصر کړې او د ترهه ګرو د نیولو لپاره یې لټون شروع کړے دے.