دچمن له لاری به دپاکستان او افغانستان پوله سبا پرانیستل شی
Aug 31, 2016 13:23 Asia/Kabul
دسحر اردو خبری چینل نن راپورورکړ دافغانستان او پاکستان دجنوبی پولې ډپرانیستو لپاره د دواړو هیوادونو دسرحدی چارواکو په خبرواترو پسې چې مثبتې ارزول شوی دی ،ټاکل شوې چې سبا دپاکستان له چمن سره دافغانستان دکندهار دسپین بولدک سرحدی لاره پرانیستل شی
له دې مخکې د افغانستان او پاکستان سرحدی چارواکو دپوله ایزې لارې دپرانیستو په اړه څو ځله خبرې اترې کړې وې خو کومه مثبته نتیجه ئې نه وه درلودلی .
دپاکستان حکومت له چمن سرحد سره دافغانستان دسپین بولدک پوله پنځلس ورځې مخکې په سپین بولدک کې دیوشمیر افغانانو له هغې مظاهرې وروسته تړلې وه چې دپاکستان بیرغ ته ئې پکې اوور اچولی ؤ