دپاکستان دبلوچستان صوبې وکیلانو کاربندیز ته هماغه راز دوام ورکړی
Aug 31, 2016 13:54 Asia/Kabul
دسحر اردو ټیلیوژنی چینل راپورورکړ دپاکستان دبلوچستان صوبې وکیلانو نن هم خپل کاربندیز ته دوام ورکړ او په محکمو کې حاضر نه شول او هماغه راز ئې دوکیلانو په بوږنوکو وژلو په اعتراض کې تور بیرغونه پورته کړی دی .
دپاکستان اعتراض کونکو وکیلانو ویلی دی ، ترڅو چې دهغوی غوښتنې پوره شوی نه وی ، خپل کاربندیز ته به دوام ورکړی .
وکیلان دپاکستان له حکومته غواړی دهغوی امنیت دې تامین کړی .
داګست په اتمه نیټه دبلوچستان صوبې په کویټه کې په سول هسپتال کې په ځان مرګی حملې کې کابو درې نوی کسان وژل شوی اوڅه دپاسه یو سل پنځلس نور ټپیان شوی وو چې زیاتره پکې وکیلان قربانی شوی وو او د دغه جنایت پړه هم له طالبانو سره اړونده جماعت الاحرار ډلګۍ په غاړه اخستې وه .