امریکا تل دترهه ګرۍ په هکله دوه ګوڼی چلند کوي
په بهرنیو چارو کښې د پاکستان د لومړی وزیر سلاکار د ترهګرۍ په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر څرګندونو ته غبرګون وښود.
زمونږ خبریال د راپور په اساس، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیری پرون په نوی ډیلی کښې وویل: په پاکستان کښې باید د ترهګرو مرکزونو فعالیت بند شی او اسلام آباد پکار دی په دغه هیواد کښې د ترهګریو مرکزونو د له مینځه وړلو لپاره لا زیات اقدامات ترسره کړی.
په بهرنیو چارو کښې د پاکستان د لومړی وزیر سلاکار سرتاج عزیز د سیمې د بدلونونو په چوکاټ کښې جان کیری پر دوه رنګه چلند تورن کړ او ویې ویل: د امریکا د بهرنیو چارو وزیر دغه څرګندونې د هندی چارواکو د خوشحالۍ لامل شوی او که هغه پاکستان ته راشی نو هند له ترهګرۍ پر ملاتړ تورنوی.
سرتاج عزیز همداراز وویل: د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کښې د هند د امنیتی ځواکونو پر حملو او د دغه سیمې د خلکو پر ځپنې او وژنې چوپتیا غوره کړې ده.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د امریکا او هند په اقتصادی غونډه کښې د ګډون او د هند له لومړی وزیر سره د کتنې لپاره د دوشنبې په ورځ ډیلی ته تللئ ؤ.