د پاکستان او افغانستان ترمینځ د چمن پوله بیرته خلاصه شوه
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i23605-د_پاکستان_او_افغانستان_ترمینځ_د_چمن_پوله_بیرته_خلاصه_شوه
د پاکستان او افغانستان تر مینځ د چمن پوله له دوو اونیو وروسته خلاصه شوه
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 01, 2016 07:58 Asia/Kabul
  • د پاکستان او افغانستان ترمینځ د چمن پوله بیرته خلاصه شوه

د پاکستان او افغانستان تر مینځ د چمن پوله له دوو اونیو وروسته خلاصه شوه

د ایرنا د راپور په اساس، له افغانستان سره د پاکستان د بلوچستان په سرحدی سیمو کښې د چمن پوله چې دوه اونۍ مخکښې د افغان ښاریزو د اعتراضی خوځښتونو او د پاکستان بیرغ له سوځلو وروسته اسلام آباد لخوا تړل شوې وه، نن د افغانستان له رسمی بخښنې وروسته خلاصه شوه.

د پاکستانی سرچینو د راپور په اساس، د چمن پولې په باب په وروستیو دوو اونیو کښې د دواړو هیوادونو د پوله ساتونکی مسؤلانو د خبرو اترو په پینځم پړاؤ کښې افغان لوری کتبی بخښنه پاکستان ته وروسپارله او پاکستان هم د پولې له بیرته خلاصولو سره موافقه وکړه.

دغه پوله ایزه دروازه، په افغانستان کښې د ناټو ځواکونو د تدارکتی سازوسامانونو د وړونکیو ټریلرو د تیریدا اصلی ځائ دی او د دغه دروازې له تړل کیدا وروسته د ناټو ګڼ شمیر ټریلرې او همداراز د افغانستان او پاکستان د تجارتی سامانونو وړونکی لارۍ د دروازې دواړو لورو ته ولاړې وې.

د پاکستان او افغانستان اړیکې چې تل له سیاسی کړکیچونو سره مخامخ دی، اوس څه موده راهیسې سرحدی کړکیچونه هم دغو اختلافاتو ته ورزیات شوی دی او د تورخم دروازې په سر د دواړو هیوادونو د وروستیو اختلافاتو له پیښې وروسته  سرحدی مسائل اوس چمن ته هم رسیدلی دی.