په بلوچستان صوبه کې درې کسان وژل شوې
Sep 01, 2016 15:48 Asia/Kabul
نامعلومو وسله والو کسانو د پاکستان په بلوچستان صوبه کې درې کسان ووژل
زمونږ د خبریال د راپور له مخې نن سهار نامعلومو وسله والو کسانو د بلوچستان صوبې په اواران سیمه کې په یو کور برید وکړ چې له امله یې درې کسان ووژل شول.
یرغلګر له بریده وروسته وتښتیدل
تر اوسه کوم کس یا ډلې د دغه حملې مسوولیت په غاړه نه دی اخستی او پولیسو هم څوک نه دی پیژندلی
د پاکستان بلوچستان صوبه په تیره بیا کویټه ښار د ترهه ګرو حملو هدف دی او تر اوسه په دغه بریدونو کې په سلګونو کسان مړه او ژوبل شوې دی.
د پاکستان حکومت وایی چې د ترهه ګرو په خلاف به خپل عملیات جاری ساتی.