په اسلام اباد کې دهند او پاکستان د اړیکو دښه کولو سیمینار
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i23752-په_اسلام_اباد_کې_دهند_او_پاکستان_د_اړیکو_دښه_کولو_سیمینار
د هند او پاکستان د اړیکو  دښه کولو سیمینار  د بهرنیو سفیرانو او دپلماتانو په شتون سره په اسلام آباد کې ترسره شوه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 02, 2016 15:45 Asia/Kabul
  • په اسلام اباد کې دهند او  پاکستان د اړیکو دښه کولو سیمینار

د هند او پاکستان د اړیکو  دښه کولو سیمینار  د بهرنیو سفیرانو او دپلماتانو په شتون سره په اسلام آباد کې ترسره شوه .

 

د ایرنا خبری اژانس د راپور له مخې په دغه سیمینار کې موجودو حقوقی کارپوهانو د جمو او کشمیر مسالې او په دغه سیمه کې  ناکراریو ته د نړیوالو حقوقی ادارو د توجه په ضرورت په ټینګار سره  د پاکستان او هند ترمنیځ د کړکیچ د کمولو یوه لاره  د حقوقی دپلماسۍ له اوزاره استفاده وبلله .

  په دغه سیمینار کې د بلجیم پولینډ سری لنکا  او تاجکستان سفیرانو برخله لرله .

د هند سفیر ته هم په  سیمینار کې بلنه ورکړل شوې وه  خو د هند او پاکستان ترمینځ موجودې فضا او  په کشمیر کې دروانو حالاتو په هکله بحث ته په پام سره هغه په دغه سیمینار کې برخه وانه خسته .

د پاکستان د خارجه وزارته قایم مقام اعزاز احمد چودری چې  په دغه سیمینار کې ورته بلنه ورکړل شوې وه په خپلو خبرو کې ووویل  د پاکستان لومړی وزیر نواز شریف په ځلونو ویلې چې  له ټولو ګاونډیو په تیره بیا هند سره  ښې اړیکې غواړی  خو نوی ډیلی تر اوسه د پاکستان  په غوښتنه مطلوب غبرګونه نه دی ښودلی.