په اسلام اباد کې دهند او پاکستان د اړیکو دښه کولو سیمینار
د هند او پاکستان د اړیکو دښه کولو سیمینار د بهرنیو سفیرانو او دپلماتانو په شتون سره په اسلام آباد کې ترسره شوه .
د ایرنا خبری اژانس د راپور له مخې په دغه سیمینار کې موجودو حقوقی کارپوهانو د جمو او کشمیر مسالې او په دغه سیمه کې ناکراریو ته د نړیوالو حقوقی ادارو د توجه په ضرورت په ټینګار سره د پاکستان او هند ترمنیځ د کړکیچ د کمولو یوه لاره د حقوقی دپلماسۍ له اوزاره استفاده وبلله .
په دغه سیمینار کې د بلجیم پولینډ سری لنکا او تاجکستان سفیرانو برخله لرله .
د هند سفیر ته هم په سیمینار کې بلنه ورکړل شوې وه خو د هند او پاکستان ترمینځ موجودې فضا او په کشمیر کې دروانو حالاتو په هکله بحث ته په پام سره هغه په دغه سیمینار کې برخه وانه خسته .
د پاکستان د خارجه وزارته قایم مقام اعزاز احمد چودری چې په دغه سیمینار کې ورته بلنه ورکړل شوې وه په خپلو خبرو کې ووویل د پاکستان لومړی وزیر نواز شریف په ځلونو ویلې چې له ټولو ګاونډیو په تیره بیا هند سره ښې اړیکې غواړی خو نوی ډیلی تر اوسه د پاکستان په غوښتنه مطلوب غبرګونه نه دی ښودلی.