د ټول پاکستان وکیلانو کار بندیز وکړ
Sep 03, 2016 10:09 Asia/Kabul
زموږ د خبریال د راپور سره سم، د خیبر پختونخواه صوبې د مردان ښار چاودنې، د پاکستان د محکمو د بندیدو سبب شوې.
د مردان په ښار کی د خلګو او وکیلانو له وژلې وروسته، پاکستانیو وکیلانو نن، په ټول هیواد کی کاربندیز وکړ.
د خیبر پختونخواه صوبې د مردان ښار په محکمه کی، د پرونیو دؤو چاودنو له کبله، ۱۴ کسان وژل شوی، او نور ۳۰ تنه ټپیان شول.
د پاکستان د بلوچستان صوبې وکیلانو هم، د اګسټ له اتمې نیټې څخه د دغې صوبې محکمو ته له تللو څخه ډډه کړې ده.
د پاکستان وکیلانو د دغه هیواد له دولت څخه وغوښتل، چی د هغوی امنیت ور پوره کړی.
د دغې ترهه ګرې چاودنې مسؤلیت په داعش پوری پیلی، د جماعت الاحرار ډلې په غاړه اخیستئ دئ.