په لاهور او راولپنډۍ کښې سخت امنیتی تدابیر غوره شوی دی
Sep 03, 2016 14:54 Asia/Kabul
د پاکستان په لاهور او راولپنډۍ ښارونو کښې سخت امنیتی تدابیر نیول شوی دی.
زمونږ خبریال وائی نن له غرمې وروسته د پاکستان تحریک انصاف او عوامی تحریک ګوند په زرهاو پلویان په لاهور او راولپنډۍ ښارونو کښې د نواز شریف په مالی فساد باندې د اعتراض او د عوامی تحریک نومی ګوند د یوشمیر غړو په وژل کیدو باندې په اعتراض کښې سړکونو ته راووتل او د حکومت خلاف یې شعارونه ورکړل.
د پاکستان د وزیراعظم د کورنۍ د غړو خلاف د پاناما پیپرز ایشواګری او په مالی فساد د نواز شریف د دریو بچیانو تورنیدل د پاکستان د وزیراعظمۍ په راتلونکو انتخاباتو کښې د واکمن ګوند د موقعیت د کمزوری کولو په لړ کښې د مخالفو ګوندونو لپاره په یوې وسیلې او اوزار بدل شوی دی.