د پاکستان پارلیمان د الطاف حسین خلاف پریکړه لیک تصویب کړ
Sep 03, 2016 15:00 Asia/Kabul
د پاکستان قومی اسمبلۍ د متحده قومی غورځنګ د تیر مشر الطاف حسین د پاکستانی ضدو څرګندونو په غبرګون کښې یو پریکړه لیک تصویب کړ.
زمونږ خبریال رپورټ راکړی چې د پاکستان د پارلیمان د دې پریکړه لیک په یوه برخه کښې راغلی دی چې دا ارګان د الطاف حسین پاکستانی ضده شعارونه او لمسونکې څرګندونې د دې هیواد په امنیت باندې حمله ګڼی.
د پاکستان پارلیمان همداشان په رسنیو باندې حمله هم وغندله او ټینګار یې وکړ: کوم کسان چې ملی امنیت په خطر کښې اچوی له هغوی سره به سخت چلند وشی.
د پاکستان د متحده قومی غورځنګ غړو هم د دې هیواد د پارلیمان د پریکړه لیک ملاتړ وکړ.