امریکا مدعی ده چې په پاکستان کښې ترهګرې حملې کمې شوې دی
د امریکې د بهرنیو چارو وزارت د یو رپورټ په خپرولو سره په ۲۰۱۵ کال کښې په پاکستان کښې د ترهګرو بریدونو د کمیدو خبر ورکړ.
زمونږ خبریال پخپل رالیږلی خبر کښې وائی چې د امریکې خارجه وزارت د یو رپورټ په خپرولو سره اعلان کړی، په ۲۰۱۵ کال کښې په پاکستان کښې د ۱۰۰۹ ترهګرو حملو په ثبتیدو سره دا حملې د ۲۰۱۴ کال په پرتله ۴۵ فیصده کمې شوې دی.
د دې خبر له مخې په ۲۰۱۴ کال کښې په پاکستان کښې د ترهګرو بریدونو شمیر ۱۸۳۲ مورده و.
په تیر ۲۰۱۵ میلادی کال کښې په پاکستان کښې په شویو ترهګرو بریدونو کښې ۱۰۸۱ کسان وژل شوی دی او په ۲۰۱۴ کال کښې دغه شمیر ۱۷۶۱ تنه و.
امریکا په داسې حال کښې په پاکستان کښې د ترهګرو بریدونو د کمیدو رپورټ ورکوی چې د تکفیری ډلو په وړاندې د واشنګټن دوه ډوله سیاستونو تل په سیمه کښې د دې کړکیچ د هواری مخه نیولې ده.