په پاکستان کښې بندی شیعه مسلمانان دې آزاد کړی شی
د پاکستان د بلوچستان صوبې د شیعه کانفرنس مشر د اسلام آباد له حکومته د شیعیانو د سمدستی آزادۍ غوښتنه وکړه.
زمونږ خبریال وائی د پاکستان د بلوچستان صوبې د شیعه کانفرنس مشر سید داود آقا د شیعیانو د نیول کیدو د غندنې په ترڅ کښې وویل چې حکومت پخپلو دا ډول اقداماتو سره حالات لاخرابوی.
هغه د پاکستان له حکومته وغوښتل چې د محرم له میاشتې مخکښې مخکښې دې د دې هیواد په جیلونو کښې پراته ټول شیعه مسلمانان آزاد شی. هغه زیاته کړه: داسې ښکاری چې حکومت غواړی د محرم یا امامانو د میاشتې له پیلیدو مخکښې حالات کړکیچن کړی.
داود آقا وویل چې دا نیونې بندې نه شی نو د پاکستان خلک به خپلې اعتراضی مظاهرې همدغه شان جاری وساتی.
هغه د نواز شریف د حکومت په ناکارنده سیاست باندې په نیوکې سره وویل چې پاکستان له ترهګرو سره په مقابله کښې ناکامه شوی دی.
یاده دې وی چې په تیرو څو ورځو کښې د پاکستان امنیتی ځواکونو د بلوچستان شیعه کانفرنس د څو غړو په شمول یوشمیر شیعه مسلمانان نیولی دی.