د پاکستان پوځ د دښمن په وړاندې ډیر پیاوړی دی
د پاکستان وزیراعظم د دښمن له حملو سره د مقابلې لپاره د پوځ پر توانمنۍ ټینګار وکړ.
زمونږ خبریال د پاکستانی رسنیو په حواله وائی چې نواز شریف نن د پاکستان د (یومِ دفاع) د ۵۱ کلیزې د نمانځنې په مراسمو کښې وویل: د ۱۹۶۵ میلادی کال د ستمبر په شپږمه نیټه وښودله چې پوځ د دښمن له هرډول حملې سره مقابلې ته چمتو دی.
د پاکستان وزیراعظم د هندوستان ترکنټرول لاندې کشمیر د خلکو د ځپلو او وژلو لپاره د دغه هیواد د امنیتی ځواکونو د بریدونو په غندلو سره زیاته کړه: له پوځی لارې د کشمیر د مسئلې هواری ممکن نه دی بلکې دا مسئله د ملګرو ملتو د پریکړه لیک له لارې هواریدی شی.
نواز شریف څرګنده کړه چې پاکستان همهغه شان د هندوستان ترکنټرول لاندې کشمیریانو ملاتړ جاری ساتی.
د پاکستان وزیراعظم د دغه هیواد په شمالی سیمو کښې په ضرب عضب عملیاتو کښې د پوځ پرمختګونو ته اشاره وکړه او ویې ویل: پاکستانی پوځیان په دې عملیاتو کښې په خیبرپښتونخوا صوبه کښې د ترهګرو او د هغوی د مرکزونو په ختمولو کښې کامیاب شوی دی.