امریکا او اسرائیل د اسلام او پاکستان دښمنان دی
Sep 07, 2016 12:08 Asia/Kabul
امریکې او اسرائیلو تکفیری ترهګر په مسلمانانو کښې د اختلاف رامینځته کولو په موخه جوړ کړی شوی دی څو خپلو سپیرو موخو ته ورسی.
زمونږ خبریال رپورټ راکړی چې د پاکستان په پنجاب صوبه کښې د مجلس وحدت مسلمین عمومی منشی سید مبارک موسوی د مسلمانانو خلاف د امریکې او اسرائیلو د جنایتونو د غندلو په ترڅ کښې وویل چې هغوی د مسلمانانو ترمینځ د اختلاف اچونې لپاره دسیسې جوړوی.
هغه وویل چې امریکا او اسرائیل د اسلام او پاکستان دښمنان دی او نه غواړی چې په اسلامی هیوادونو کښې یووالی او اتحاد وی.
سید مبارک موسوی وویل چې دغو هیوادونو په مسلمانانو کښې د اختلاف اچولو لپاره تکفیری ترهګر جوړ کړل څو خپلې سپیرې موخې ترلاسه کړی.