له پاکستان سره له خبرواترو پرته د کشمیر مسئله نه شی هواریدی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i24322-له_پاکستان_سره_له_خبرواترو_پرته_د_کشمیر_مسئله_نه_شی_هواریدی
د هندوستان د استخباراتو ادارې پخوانی مشر وویل: له پاکستان سره خبرې اترې، د کشمیر د کړکیچ یوازنی حل لاره ده.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 07, 2016 12:10 Asia/Kabul
  • له پاکستان سره له خبرواترو پرته د کشمیر مسئله نه شی هواریدی

د هندوستان د استخباراتو ادارې پخوانی مشر وویل: له پاکستان سره خبرې اترې، د کشمیر د کړکیچ یوازنی حل لاره ده.

مهر خبری آژانس د (پاکستان) ورځپاڼې په حواله لیکلی چې د هندوستان د استخباراتو د ادارې (را) پخوانی مشر امرجیت سنګ دُولّت وویل: د کشمیر د کړکیچ د هواری یوازنی لاره د پاکستان له حکومت سره خبرې اترې دی او نوی ډیلی دې له اسلام آباد سره مذاکرې ته کښینی.

هغه په دوام کښې زیاته کړه: د هندوستان حکومت د پاکستان د بلوچستان صوبې په موضوع کښې لاسوهنه کوی شی خو په دغې لاسوهنې سره د کشمیر مسئله نه هواریږی.

امرجیت سنګ زیاته کړه: د هندوستان حکومت نن سبا ترخپل کنټرول لاندې کشمیر کښې نادوده لاره خپله کړې ده او د دغې سیمې حالات له هغه وضعیت لابد شوی چې له ۲۰۰۸ نه تر ۲۰۱۰ کاله پورې یې لرل.