دپاکستان په بلوچستان کې اتیا ترهه ګر ونیول شول
Sep 07, 2016 14:41 Asia/Kabul
دسحراردو ټیلیویژنی چینل راپورورکړ دپاکستان دپه بلوچستان صوبې کې امنیتی مامورانو په یولړ هدفمنو پاکونکو عملیاتو کې اتیا ترهه ګر نیولی دی چې ویل کیږی دجنګوی لښکر ترهه ګرې ډلګۍ غړی دی .
راپورښئ نیول شوی ترهه ګر دپلټنو لپاره نامعلوم ځای ته منتقل کړائ شوی دی .
د دغه راپورپه اساس په نیول شویو کسانو کې یودتکفیریانو یو کمانډر هم لیدل کیږی .
دکویټه ښار په سول هسپتال کې دتیر اګست په اتمه نیټه له ترهه ګرې حملې وروسته چې کابو درې نوی کسان پکې وژل شوی وو ، دپاکستان دپوځ عمومی قوماندان جنرالراحیل شریف په بلوچستان صوبې کې دترهه ګرو په ضد دامنیتی ځواک دهدفمندو عملیاتو حکم ورکړی ؤ .