پاکستان د کشمیر مسئله په جنیوا کښې مطرح کړه
د کشمیر په چارو کښې د پاکستان د وزیراعظم ځانګړی استازی په جنیوا کښې د یو، این، ایچ، سی، آر له مشر او د نړیوال سره صلیب له مشر سه جلاجلا وکتل.
زمونږ خبریال رپورټ راکړی چې اویس لغاری پرون د یو، این، ایچ، سی آر له مشر چوئی یانګ لم او د نړیوال سره صلیب له مشر پیټر مور سره په ملاقات کښې د هندوستان ترکنټرول لاندې کشمیر د کړکیچ او د دغې سیمې د کړکیچنو حالاتو په هکله خبرې اترې وکړې.
اوس لغاری له چوئی یانګ لم سره په کتنه کښې له هغه وغوښتل چې پر هندوستان په دباو اچولو سره دغه هیواد قانع کړی چې د کشمیر مسئله د ملګرو ملتو د د پریکړه لیک او د دغې سیمې د خلکو په خوښه هواره کړی.
لغاری وویل چې د کشمیر ډیر خلک د هندوستان له امنیتی ځواکونو سره په نښتې او د دغو ځواکونو لخوا د چره ایزو ګولیو د کارولو په وجه نابینا او ړانده شوی دی.
هغه ټینګار وکړ چې که د هندوستان د امنیتی ځواکونو د دې کارونو مخه ونه نیوی شی نو د دې سیمې خلک به له ډیرو خطرناکو پایلو سره مخ شی.
اویس لغاری په دې کتنه کښې له نړیوالو رسنیو هم د هندوستان تر کنټرول لاندې کشمیر مسئلې ته د لازیاتې پاملرنې غوښتنه وکړه.