هندوستان د پاکستان سفیر وروباله
Sep 08, 2016 02:13 Asia/Kabul
د هندوستان د بهرنیو چارو وزارت په اسلام آباد کښې د دغه هیواد د سفیر د بې احترامۍ په وجه په نوی ډیلی کښې د پاکستان سفیر وروغوښته.
ایرنا خبر ورکړی چې د هندوستان د خارجه وزارت ویاند وکاس سوارپ پرون وویل: په هندوستان کښې د پاکستان د سفیر عبدالباسط په احضارولو سره د دې هیواد د سفیر د بې احترامۍ په هکله د اندیښنې مراتب ورته ابلاغ شول.
هغه زیاده کړه: هندوستان هیله من دی چې د دې هیواد د سفارتکارانو فعالیت د پاکستان له خنډونو پرته ترسره شی.
نوی ډیلی په کراچۍ کښې سوداګرۍ خونې په غونډه کښې په اسلام آباد کښې د هندوستان د سفیر ګوتم بامباوله د وینا د دغه پروګرام له پیلیدو څو دقیقې مخکښې لغوه کول د خپل سفیر سپکاوی او بې احترامی وبلله او ورباندې یې اعتراض وکړ.