د پاکستان ایټمی وسله یوازې دځان د دفاع لپاره ده
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i24466-د_پاکستان_ایټمی_وسله_یوازې_دځان_د_دفاع_لپاره_ده
 د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وویل د اسلام اباد ایټمی وسله د هیڅ هیواد په خلاف نه ده.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 08, 2016 16:06 Asia/Kabul
  • د پاکستان ایټمی وسله یوازې دځان د دفاع لپاره ده

 د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وویل د اسلام اباد ایټمی وسله د هیڅ هیواد په خلاف نه ده.

 

د پاکستان د خارجه وزارت مرستیال نن  په اسلام اباد کې د اسیا د جنوب په سیمه کې د  ایټمی امنیت  په نامه  په یو سیمینار کې وویل چې ددغه هیواد ایټمی وسله د هیڅ هیواد په خلاف نه ده او یوازې د پاکستان لپاره یو دفاعی ډال ګڼل کیږی.

زمونږ د خبریال د راپور له مخې اعزاز احمد چودری زیاته کړه د پاکستان ایټمی وسلې  په پوره امنه فضا کې ساتل کیږی  او د ترهه ګرو لاس به هیڅ کله د پاکستان ایټمی مرکزونو ته ونه رسیږی.  

هغه له این ایس جی یعنی د ایټمی موادو له تامینوونکې ډلې سره د یو ځای کیدو لپاره له هنده د امریکا ملاتړ ته په اشارې سره وویل که هند د دغه ډلې غړی شی نو په سیمه کې به د ایټمی وسلو د سیالیو د پیل کیدو مخ نیوی  ناممکن شی.

هند او پاکستان د جنوبی آسیا یوازینی ایټم بم لرونکی هیوادونه دی چې این پی ټی معاهده یې نه ده لاسلیک کړی  او هیڅ ژمنتیا ورته نه لری.