د پاکستان پوځ لس ترهګر هلاک کړل
Sep 09, 2016 11:12 Asia/Kabul
د پاکستان جنګی الوتکو په خیبر ایجنسۍ کښې د ترهګرو مرکزونه په نښه کړل.
د پاکستان جنګی الوتکو نن سهار د خیبر پښتونخوا صوبې په تیراه سیمه کښې د تکفیری ترهګرو سنګرونه په نښه کړل .
په دې حمله کښې لس ترهګر وژل شوی او د هغوی څلور اډې هم ویجاړې شوې.
د پاکستان د وزیراعظم نواز شریف په شمول د دغه هیواد سیاسی او پوځی چارواکو په ځلونو ټینګار کړی چې د ترهګرو تر بشپړې نابودۍ پورې به د هغوی خلاف پوځی عملیات جاری وی.