په پاکستان کښې د افغان کډوالو د استوګنې موده بیا وغزیده
Sep 09, 2016 12:17 Asia/Kabul
اسلام آباد په پاکستان کښې د افغان کډوالو د پاتې کیدو موده نوره هم وغزوله.
زمونږ خبریال وائی دا پریکړه نن سهار په اسلام آباد کښې د پاکستان د وزیراعظم نواز شریف په مشرۍ د هغه د کابینې په غونډه کښې وشوه.
د دې پریکړې له مخې افغان کډوال د ۲۰۱۷ کال د مارچ تر ۳۱ نیټې په پاکستان کښې اوسیدی شی.
یاده دې وی چې په پاکستان کښې د ترهګرو بریدونو له زیاتیدو وروسته د اسلام آباد حکومت د افغان کډوالو ستنول پخپل وړومبیتوب کښې راوستی دی.
نن سبا کابو درې میلیونه (دیرش لکه) افغان کډوال د پاکستان په مختلفو سیمو کښې اوسیږی چې نیمائی کسان یې د استوګنې یا اقامت مدارک نه لری.