د مجلس وحدت مسلمین او پرویز خټک خبرې اترې کامیابې وې
د پاکستان مجلس وحدت مسلمین په پیښور کې د خیبر پښتونخوا صوبې له اعلی وزیر سره خبرې اترې کامیابې وبللې.
زمونږ د خبریال د راپور له مخې د پاکستان دوحدت مسلمین ګوند مرستیال نن وویل : د خیبر پښتونخوا صوبې اعلی وزیر پرویز خټک د مجلس وحدت مسلمین له پلاوی سره په کتنه کې وویل صوبایی دولت له ترهه ګرو سره مقابله کوی او هیڅ کله به د شیعیانو په جوماتونو او امامباړو د حملو اجازه ورنه کړی.
د مجلس وحدت مسلمین مرستیال مشر سید ناصر عباس شیرازی زیاته کړه : که یو کس یا ډله په دغه شان حملو کې لاس ولری امنیتی ځواکونه ورسره د مقابلې لپاره لاس په کار کیږی.
شیرازی زیاته کړه : پرویز خټک شیعیانو ته وعده ورکړې چې د مجلس وحدت مسلمین ټولې غوښتنې به پوره کړی ، ده وویل په پاکستان کې تکفیری ډلې هڅه کوی د مسلمانانو تر مینځ اختلاف پیدا کړی خو مجلس وحدت به د اسلام د دښمنانو دسیسۍ شنډې کړی. دوه ورځې مخکې د سید ناصر عباس شیرازی په مشرۍ د مجلس وحدت یو پلاوی د خیبر پختونخوا له اعلی وزیر پرویز خټک سره کتنه کړې وه په دغه کتنه کې مجلس وحدت له جیلونو د شیعیانو د خوشی کولو او د شیعیانو د حفاظت او امنیت د ساتلو غوښتنه کړې وه .