د پاکستان د خیبر پختونخوا په صوبایی پارلمان باندی حمله وغندله شوه
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i24874-د_پاکستان_د_خیبر_پختونخوا_په_صوبایی_پارلمان_باندی_حمله_وغندله_شوه
زموږ دخبریال د راپور سره سم، د پاکستان د خیبر پختونخوا صوبی اعلی وزیر، او د تحریک انصاف مشر، د دغې صوبې په پارلمان باندی حمله وغندله.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 12, 2016 13:19 Asia/Kabul
  •  د پاکستان د خیبر پختونخوا په صوبایی پارلمان باندی حمله وغندله شوه

زموږ دخبریال د راپور سره سم، د پاکستان د خیبر پختونخوا صوبی اعلی وزیر، او د تحریک انصاف مشر، د دغې صوبې په پارلمان باندی حمله وغندله.

د تحریک انصاف مشر«عمران خان» او د خیبر پختونخوا صوبې اعلی وزیر«پرویز خټک» د نواز شریف څانګې د مسلم لیګ ګوند د غړیو او پلویانو په وسیله، د دغې صوبې په پارلمان باندی حمله وغندله.

عمران خان او پرویز خټک ویلی دی: چی دغه حملې د ډموکراسۍ په ضد دی، او دا د لمړۍ ځلې لپاره نه ده، چی د نواز څانګې د مسلم لیګ ګوند غړی او پلویان، په خیبر پختونخوا کی په صوبایی پارلمان باندی حمله کوی.

عمران خان زیاته کړه: چی د ده ګوند په پارلمان باندی د حملې سره سره، د سپټمبر په ۲۴ نیټه، د لاهور په رائیوند سیمه کی، د نواز شریف د مالی فساد په دلیل، کار بندیز او تحصن کوی.