یو امریکائی کارپېژاندی د پاکستان د بائیکاټ په اړه غبرګون څرګند کړ
د امریکې د سیاسی مسائلو یو کارپېژاندی د دغه هېواد کانګرېس ته خبردارے ورکړ چې د ترهه ګرۍ د ملاتړو په لېسټ کښې د پاکستان راوستل او بائیکاټول به اپوټه نتائج ولری.
زمونږ د خبریال د رپوټ له مخې د امریکې د سېنېټ د بهرنیو تعلقاتو کمېټۍ د واشنګټن او اسلام آباد د تعلقاتو په باره کښې یوه مصوبه خپره کړه چې د هغې له مخې د سېنېټ د بهرنیو چارو د کمېټۍ مشر باب کروکر ترهه ګرو ډلو ته په ماتې ورکولو کښې د پاکستان د ملګرتیا په نه کولو خواښینی څرګنده کړه.
د جان پېکنز پوهنتون استاد پروفېسر ډانیل مارکی چې د امریکې په سېنټ کښې یې شتون لرۀ وویل، د پاکستان بائیکاټول او له ترهه ګرو ډلو څخه د ملاتړ کوونکو په لېسټ کښې د دغه هېواد شاملول کېدې شی نامناسبه پائېلې ولری.
هغۀ زیاته کړه چې دا دول اقدامات په سیمه کښې د تاوتریخوالی د زیاتېدو سبب کیږی او د امریکې سنېټ پکار دی له دې کاره ډډه وکړی.
د باب کروکر څرګندونې په داسې حال کښې دی چې امریکه چې له ترهه ګرۍ سره په مبارزه کښې دوه رنګه پالیسی لری نه یوازې د حکومتی ترهه ګرۍ مظهر دے بلکه له صهیونېسټ رژیم او د عراق، سوریې او یمن په شان هېوادو نو کښې د خلقو په قتل عام کښې له ترهه ګرو ډلو څخه په مالی او فوځی ملاتړ سره مهم رول لوبوی.