یو امریکائی کارپېژاندی د پاکستان د بائیکاټ په اړه غبرګون څرګند کړ
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i24970-یو_امریکائی_کارپېژاندی_د_پاکستان_د_بائیکاټ_په_اړه_غبرګون_څرګند_کړ
د امریکې د سیاسی مسائلو یو کارپېژاندی د دغه هېواد کانګرېس ته خبردارے ورکړ چې د ترهه ګرۍ د ملاتړو په لېسټ کښې د پاکستان راوستل او بائیکاټول به اپوټه نتائج ولری.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 13, 2016 12:22 Asia/Kabul
  • یو امریکائی کارپېژاندی د پاکستان د بائیکاټ په اړه غبرګون څرګند کړ

د امریکې د سیاسی مسائلو یو کارپېژاندی د دغه هېواد کانګرېس ته خبردارے ورکړ چې د ترهه ګرۍ د ملاتړو په لېسټ کښې د پاکستان راوستل او بائیکاټول به اپوټه نتائج ولری.

زمونږ د خبریال د رپوټ له مخې د امریکې د سېنېټ د بهرنیو تعلقاتو کمېټۍ د واشنګټن او اسلام آباد د تعلقاتو په باره کښې یوه مصوبه خپره کړه چې د هغې له مخې د سېنېټ د بهرنیو چارو د کمېټۍ مشر باب کروکر ترهه ګرو ډلو ته په ماتې ورکولو کښې د پاکستان د ملګرتیا په نه کولو خواښینی څرګنده کړه.

د جان پېکنز پوهنتون استاد پروفېسر ډانیل مارکی چې د امریکې په سېنټ کښې یې شتون لرۀ وویل، د پاکستان بائیکاټول او له ترهه ګرو ډلو څخه د ملاتړ کوونکو په لېسټ کښې د دغه هېواد شاملول کېدې شی نامناسبه پائېلې ولری.

هغۀ  زیاته کړه چې دا دول اقدامات په سیمه کښې د تاوتریخوالی د زیاتېدو سبب کیږی او د امریکې سنېټ  پکار دی له دې کاره ډډه وکړی.

د باب کروکر څرګندونې په داسې حال کښې دی چې امریکه چې له ترهه ګرۍ سره په مبارزه کښې دوه رنګه پالیسی لری نه یوازې د حکومتی ترهه ګرۍ مظهر دے بلکه له صهیونېسټ رژیم  او د عراق، سوریې او یمن په شان  هېوادو نو کښې د خلقو په قتل عام کښې له ترهه ګرو ډلو څخه په مالی او فوځی ملاتړ سره مهم رول لوبوی.