دپاکستان اوافغانستان ترمینځ دچمن پوله یو ځل بیا وتړل شوه .
دافغانستان خبرو سرچینو دپاکستان درسنیو له قوله راپورورکړی چې داسلام اباد حکومت ویلی دی دپاکستان دپوله ساتی ځواک په لور دافغان پوله ساتونکو د ډزو په دلیل ئې دغه پوله بیاتړلې ده .
ایرنا خبری آژانس راپورورکړی دغه پوله کابو یوه میاشت مخکې هم په دې دلیل چې اسلام اباد دافغانانو د اعتراضیه خوځښتونو او دپاکستان بیرغ ته د اوور اچولو په دلیل تړلې وه او وروسته ئې دافغانستان له رسمی بخښنې غوښتنې وروسته بیا پرانیستله .
دغه سرحدی ستره لاره په افغانستان کې دناټو ځواک دتدارکاتی وسایلو دوړونکو سترو ټریلرو اونورو بار وړونکو ګاډو اصلی لارهده او د دغې لارې له بندیدو وروسته دناټو او دغه راز دافغانانو اوپاکستانیو تاجرانو په سلګونو ګاډی چې په مختلفو تجارتی شیانو بار وو ، د پولو دواړو لورو ته دریدلی وو .
دپاکستان او افغانستان اړیکې چې تل له سیاسی تاؤتریخوالو سره مخامخ وی ، اوس یوه موده کیږی چې سرحدی تاؤتریخوالی هم دغو اختلافاتو ته ورزیات شوی دی او د تورخم په سرحدی سیمې کې د دروازې دجوړیدا په سر د دواړو هیوادونو له وروستیو اختلافاتو وروسته اوس دغه شخړې دچمن پولې ته هم غزیدلی دی چې د دواړو خواؤ اوسیدونکی ئې هم له سترو ستونزو سره لاس اوګریوان کړی دی .