پاکستان خپل اتیا سلنه دفاعی تجهیزات پخپله تولیدوی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i25114-پاکستان_خپل_اتیا_سلنه_دفاعی_تجهیزات_پخپله_تولیدوی
پاکستان وائی د خپلې اړتیاوړ اتیا فیصده دفاعی تجهیزات په هیواد کښې دننه تولیدوی.
(last modified 2026-04-11T08:00:12+00:00 )
Sep 14, 2016 15:00 Asia/Kabul
  • پاکستان خپل اتیا سلنه دفاعی تجهیزات پخپله تولیدوی

پاکستان وائی د خپلې اړتیاوړ اتیا فیصده دفاعی تجهیزات په هیواد کښې دننه تولیدوی.

د ایرنا د خبر له مخې د پاکستان د دفاعی تولیداتو وزیر رانا تنویر حسین وویل: داسې پروګرام او پلاننګ روان دی چې پاکستان د خپلې اړتیاوړ دفاعی تجهیزاتو د تولید په لړ کښې د بشپړې ځان بسیاینې په لور بوځی.

تنویر حسین زیاته کړه: د پاکستان ځینی دفاعی تجهیزات د امریکې او انګلستان په شمول د نړۍ څه باندې څلویښتو هیوادونو ته صادریږی.

هغه په دې خبرې سره چې پاکستان د دفاعی تجهیزاتو د تولید په لړ کښې په پرمختللې سطح کښې دی، وویل: دا هیواد بې پایلټه یا ډرون الوتکې په هیواد کښې دننه د پاکستانی ماهرانو په لاس تولیدوی.

رانا تنویر حسین څرګنده کړه چې پاکستان د چین په ملګرتیا سره جی،ایف ۱۷ ډوله جنګی الوتکې او همداشان روزنیزې الوتکې تولیدوی او د هغو د صادرولو لپاره د مارکیټ په لټه کښې دی.

هغه ټینګار وکړ: پاکستان همداشان د ایټمی وسلې لرونکی هیواد په توګه همداشان د مختلف واټن ویشتونکو او د ایټمی خولیو د وړونکو کروز او بالیسټک توغندیو په تولیدولو کښې ډیرې وړیتاوې لری.