په هندی کشمیر کې دهند حکومتی ترهه ګری هماغه راز دوام لری
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i26224-په_هندی_کشمیر_کې_دهند_حکومتی_ترهه_ګری_هماغه_راز_دوام_لری
ایرناخبری آژانش راپور ورکړ دپاکستان خارجه وزارت نن دیوې اعلامیې په خپرولو سره دهندوستان وروستی اقدامات حکومتی ترهه ګری بللې او وئیلی ئې دی ، دهندوستان په وسیله حکومتی ترهه ګری هماغه شان د دغه هیواد ترکنټرول لاندې کشمیر کې روانه ده .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Sep 25, 2016 14:20 Asia/Kabul
  •  په هندی کشمیر  کې دهند حکومتی ترهه ګری  هماغه راز دوام لری

ایرناخبری آژانش راپور ورکړ دپاکستان خارجه وزارت نن دیوې اعلامیې په خپرولو سره دهندوستان وروستی اقدامات حکومتی ترهه ګری بللې او وئیلی ئې دی ، دهندوستان په وسیله حکومتی ترهه ګری هماغه شان د دغه هیواد ترکنټرول لاندې کشمیر کې روانه ده .

 هندی لومړی وزیر نریندرا مودی  پرون پخپلې وینا کې  چې دهند ترکنټرول لاندې کشمر کې  په  اوړی  پوځی مرکز   دترهه ګرې حملې له یوې اونۍ وروسته  ئې کړې ،  پاکستان  ئې دترهه ګرۍ ملاتړی بللی دی .

 هغه ویلی  پاکستان  به په نړیوالې ټولنې کې منزوی کړی  او په نړیوالې ټولنې کې دپاکستان د انزوا لپاره  به   هیڅ هڅه ونه سپموی . 

 مودی  حتی پاکستان  په افغانستان او هم په بنګله دیش کې  دترهه ګرو حملو عمل معرفی کړ .

 په داسې شرائطو کې چې  هند، پاکستان  له  ترهه ګرۍ  په ملاتړ تورن کړی دی  پاکستان  هم  متقابلا مدعی شوی چې  دهندوستان امنیتی او استخباراتی ادارې  هڅه کوی څو   دبلوچستان صوبې پشمول  دپاکستان په ځینو برخو کې   نفوذ له لارې  د دغه هیواد امنیت اوثبات  له خطرې سره مخامخ کړی .