د طالبانو پخوانی ویندویی اعظم طارق په افغانستان کې ووژل شو
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i26251-د_طالبانو_پخوانی_ویندویی_اعظم_طارق_په_افغانستان_کې_ووژل_شو
طالبانو د افغانستان د امنیتی ځواک له خوا د پاکستانی طالبانو د یو لوی کوماندان اعظم  طارق   خان د وژل  کیدو خبر ورکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 26, 2016 02:06 Asia/Kabul
  • د طالبانو پخوانی ویندویی اعظم طارق په افغانستان کې ووژل شو

طالبانو د افغانستان د امنیتی ځواک له خوا د پاکستانی طالبانو د یو لوی کوماندان اعظم  طارق   خان د وژل  کیدو خبر ورکړ.

طالبانو د افغانستان د امنیتی ځواک له خوا د پاکستانی طالبانو د یو لوی کوماندان اعظم  طارق   خان د وژل  کیدو خبر ورکړ.

 له پیښوره د فرانس پریس خبری اژانس د راپور له مخې د طالبانو سرچینو پرون وویل دافغانستان امنیتی ځواکونو له پاکستان سره په ګډه پوله کې په یو لړ عملیاتو کې د پاکستان د طالبانو مشر کوماندان اعظم  طارق  خان او لس نور طالبان ووژل

 اعظم طارق ته یوې نزدې سرچینې  چې نه یې غوښتل نامه یې واخستل شی له فرانس پریس سره په مرکه کې  د افغانستان د جنوب ختیځ په پکتیکا ولایت کې د هغه او د لسو نورو طالبانو د وژل کیدو خبر ورکړ.

د ویلو ده چې  اعظم طارق خان د پاکستان د طالبانو یو مشر ګڼل کیده او د سر لپاره یې کابو یو لک اویا زره یورو انعام ټاکل شوی و.

 اعظم طارق له دوه زره نهم تر دوه زره دیارلسم کاله د پاکستان د طالبانو ویندوی و  هغه د  طالبانو د پخوانی مشر حکیم الله مسعود نزدې ملګری هم ګڼل کیده  چې  په دوه زره دیارلسم کال کې د امریکایی ډرونز په حمله کې وژل شوی و.