هندی تاجرانو له پاکستان سره د تجارت د بندیدو غوښتنه وکړه
د هند یو شمیر تاجرانو او صنتعګرانو د پاکستان او هند تر مینځ د کړکیچ په زیاتیدو سره له اسلام اباد سره د تجارتی او صنعتی اړیکو د غوڅولو غوښتنه وکړه
.
د ایرنا خبری اژانس د راپور له مخط د هند تاجرانو او سوداګرو همداراز د دغه هیواد او پاکستانه وغوښتل چې د کړکیچ له جوړولو او د جنګ له پیلولو ډډه وکړی.
دغه کسان باوری دی چې د پاکستان اقتصادی بایکاټ د دغه هیواد د څنډې ته کولو لپاره ډیره ښه لاره ده .
دهند د ار پی جی شرکت مشر هرش ګونګا په دې اړه وویل که څه هم هند باید د پاکستان په وړاندې سخت دریځ غوره کړی خو جنګ د حل لاره او د بحران د ختمیدو لاره نه ده .
ده وویل دپلماتیک ګوښه والی او نړیوال فشا د پاکستان کړنو ته تر ټولو ښه ځواب دی.
دا په داسې حال کې دی چې دهندوانو اورپکو ډلو هم په هند کې په کار اخته پاکستانی اداکارانو ته ویلې چې د هند خاوره پریږدی. د هند او پاکستان تر مینځ کړکیچ په تیرو دوو میاشتو کې د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کې له تاوتریخوالو او د کشمیر په اوړی کې له ترهه ګرۍ حملې وروسته چې اتلس هندی عسکر پکې ووژل شول زیات شوی دی. په تیرو دوو میاشتو کې په کشمیر کې دهندی ځواکونو په ډزو او ظلمونو کې په لسګونو بې ګناه کشمیریان وژل شوې او په زرګونو ژوبل شوې دی.