دپاکستان دحکومت پر سیاستونو نیوکې
دمحرم دمیاشتې په درشل کې دپاکستان دینی طلبه ؤ داهل تشیع په وړاندې د دغه هیواد دحکومت په سیاستونو او په محرم میاشت کې دعزادارۍ د دستورو دمحدودولو لپاره داسلام اباد د چارواکو په فیصلې سختې نیوکې وکړې .
دپاکستان ددینی مدرسو په سلګونو طلبه ؤ په کراچۍ ښآر کې دعزادارۍ په باب پّه یوې غونډې کې دحضرت امام حسین علیه السلام د عزادرۍ د دستورو لپاره دمحدودیتونو په اعمالولو کې د دغه هیواد حکومت ته سخت خبرداری ورکړ. په دغې غونډې کې ګډون کونکو ددې خبرې په کولو سره چې دپاکستان حکومت ، په بیلابیلو پلمو سره هڅه کوی دشیعیانو دعزادارۍ او ویر دستورې محدودی کړی ، ټینګار کړی ، په محرم میاشت کې د ویر اوماتم ددستورو ترسره کیدا داهل تشیع یو مسلم حق دی او دوی به سږکال هم دتیرو کلونو په څیر دعزادارۍ دستورې په پرتم سره ترسره کړی .
دپاکستان دینی عالمانو او طلبه ؤ خبرداری ورکړی ، که اسلام اباد دعزادرۍ او ویر د دستورو په ضد دسختو قوانینو اعمالولو ته دوام ورکړی ، نو دوی به داعتراض په توګه : جیل بَرو تحریک : یا زندانونه ډک کړئ ،نومې غورځنګ پیل کړی .
دکراچۍ په دغې غونډې کې ګډون کونکو ټینګار کړی ، که څه هم اهل تشیع په پاکستان کې دترهه ګرو حملودپنځه اتیا زره قربانی شویو کسانو زیاتره برخه جوړوی ، خو د دغه هیواد حکومت له ترهه ګرۍ سره دمقابلې لپاره دخپل ملی اقدان په پلان کې ،شیعیان په نښه کړی دی او تکفیری ترهه ګر په آزادۍ سره ګرځی راګرځی .
دالومړنی ځل نه دی چې دپاکستان دینی عالمانو اوطلبه د دغه هیواد دحکومت دشیعیت په ضد په سیاستونو نیوکې کوی .
دپاکستان دمجلس وحدت مسلمین غورځنګ عمومی منشی علامه راجه ناصر عباس جعفری هم په همداوروستیو کې یو ځل بیا د دغه هیواد دامنیتی حالاتو په ارزونې کې ویلی دی ، دترهه ګرو حملو پاکستان ناکراره کړی دی او د دغه هیواد حکومت باید دترهه ګرۍ دختمولو لپاره جدی شی ، خو له بده مرغه داسلام اباد چارواکی دملی اقدام پلان ، دشعیانو په ضد استعمالوی او ډیر شیعیان ئې له کوم تور پرته نیولی او هماغه راز دغو نیونو ته دوام ورکوی ..
دپاکستان د مجلس وحدت مسلمین غورځنګ عمومی منشی روښانه کړې ، که ډپاکستان دلومړی وزیر نواز شریف حکومت غواړی په پاکستان کې امنیت ټینګ شی ، نو باید دتکفیری ترهه ګرو په ضد په جدی توګه اقدامات وکړی .
دا په دې معنا ده چې په پاکستان کې ددینی او مذهبی ټولنو له نظره ، له ترهه ګرۍ او افراط پالنې سره د داسلام اباد دحکومت چلند دوه ګوڼی دی اوتاؤتریخجنې ډلې په ښو او بدو ډلو ویشی . داپه داسې حال کې دی چې په پاکستان کې سیاسی او امنیتی ټولنو تل ټینګار کړی دی چې ترهه ګری په هرشکل سپیره او محکومه ده او باید په جدی ډول ورسره چلند وشی .
له دې امله په پاکستان کې داهل تشیع مذهبی ټولنې له هرډول ترهه ګرو حملوڅخه د مخنیوی په پلمه په محرم الحرام میاشت کې په عزادارۍ او ماتم دمحدودیتونو اعمالول هیڅکله هم نه منی او په دې اند دی که دپاکستان حکومت او پوځ وغواړی او هوډ وکړی ،نو له هغو ترهه ګرو اوفرقه پالو ډلو سره چې په بشپړ ډول پیژندل شوی هم دی ، سخت چلند کولی او د عزادارۍ ددستورو او سینه زنۍ دجلوسونو امنیت هم تامینولی شی .
دپاکستان حکومت دملی اقدام دپلان په چوکاټ کې له ترهه ګرۍ سره دمقابلې لپاره دملی اجماع په رامینځةکولو کې بریالی شوی ، خو په عمل کې تراوسه پورې پاکستان ناکراره دی اودشیعیانوپشمول دپاکستان ولس ناکراری احساس کوی . په عین حال کې دپاکستان دینی عالمانو او طلبه ؤ په کراچۍ ښار کې دعزادارۍ په باب په یوې غونډې کې په ګډون سره دمحرم میاشتې په پاکو شپو ورځو کې دعزادارۍ اوماتم دپروګرامونو پر اجرا ټینګار کړی دی .
داپه دې معنا دی چې دپاکستان ولس دامنیت تامینولو ته دپاکستان دحکومت دبې پامۍ په دلیل حاضر نه دی،د شهیدانو دسردار حضرت امام حسین علیه السلام عزاداری اوماتم پریږدی .
په هرحال ، دسیاسی څارونکو له نظره ، دپاکستان ولس هغه که شیعه دی اوکه اهل تسنن ، تل دکربلا دحماسې دپنځونکی په ویر کې عزاداری کوی او د دغه هیواد اهل تسنن هم داسلام دګران پیغمبر اهل بیت علیهم السلام او حضرت امام حسین علیه السلام سره ډیره مینه اوعقیدت لری . پر دې اساس فرقه پالنه او پر حسینی عزادارو حملې په پاکستان کې وارداتی دی او وهابیان دغه هیواد په ځینومذهبی مدرسو کې ددښمنۍ او نفاق تخم کری . داسې مسئلې ،چې دپاکستان دحکومت اوامنیتی ادارو لپاره په بشپړ ډول پیژندل شوی دی او له هغوی سره جدی مقابله هم څه خاص سخت کار نه دی . په همدې دلیل دپاکستان خلکو په ډاګه ویئلی دی ، حاضر نه دی ، دمحرم دپاکې میاشتې دشپو ورځو دعزادارۍ دمحدودولو لپاره دحکومت دغوښتنې په منلو سره ، له ترهه ګرو اوفرقه پالو ډلو سره په چلند او مقابلې کې دامنیتی ادارو د کاری ملاحظو تاوان ورکړی .