د پاکستان یوه بله بې پایلټه الوتکه نسکوره شوه
Sep 26, 2016 16:36 Asia/Kabul
د پاکستان یوه بې پایلټه الوتکه په پنجاب صوبه کښې لویدلې ده.
زمونږ خبریال د پاکستانی سرچینو له قوله وائی چې دغه الوتکه نن مازیګر د پنجاب صوبې په میانوالی ښار کښې نسکوره شوې ده.
د دې ډرون د نسکوریدو د علت په اړه لا څه نه دی ویل شوی.
درې ورځې مخکښې هم د پاکستان هوائی ځواک یوه الوتکه د روزنیز ماموریت پر مهال د خیبرپښتونخواه له مرکز پیښور سره نزدې جمرود سیمه کښې نسکوره شوې وه چې پایلټ هم پکښې مړ شوی و.