د شیعه او سنی ترمینځ له اختلافه ډډه پکار ده
Sep 26, 2016 16:43 Asia/Kabul
پاکستانی علماو ټینګار وکړ چې د شیعه او سنی ترمینځ له هرډول اختلافه دې ډډه وشی.
د پاکستان دینی عالمانو ویلی پکار دی په محرم میاشت کښې د شیعه او سنی مسلمانانو ترمینځ یووالی او وحدت وساتل شی او پرې دې نښودل شی چې ځینی کسان د هغوی ترمینځ اختلاف او تفرقه واچوی.
دغو علماو همداشان د پاکستان له حکومته وغوښتل چې د محرم د میاشتې په درشل کښې د هیواد په مختلفو سیمو کښې امنیتی تدابیر لاسخت شی څو حسینی عزادارانو ته د هرډول زیان رسیدو مخه ونیوی شی.
د پاکستان دغه ډله علماو له حکومته وغوښتل چې له ترهګرۍ سره خپله مقابله جاری وساتی ځکه چې ترهګر د اسلام د څیرې د نابودولو او د مسلمانانو د بدنامولو نیت لری.