د ایران د سمندری بېړو یوه ډله د کراچۍ بندر ته ورسېده
Sep 27, 2016 10:21 Asia/Kabul
دایران د اسلامی جمهوریت د سمندری ځواک د بېړیو یوه ډله چې په څلورو جنګی بېړیو مشتمله ده د دوستۍ او روغ نیت په پېغام سره د پاکستان د کراچۍ بندر ته ورسېده.
د اېرنا خبری اژانس د رپوټ له مخې د پاکستان د سمندری ځواک یو شمېر لوړ رتبه قوماندانانو نن په کراچۍ بندر کښې په رسمی توګه له ایرانی بېړیو څخه هرکلے وکړ.
د پاکستان د سمندری ځواک د قوماندان ځاے ناستی وائس اېډمېرل سهېل مسعود تېره هفته ویلی وو چې پاکستان کراچۍ بندر ته د ایرانی د بېړیږ د داخلېدو په لېوالتیا سره په انتظار کښې دے.
په تېر اپرېل میاشت کښې هم د ایران داسلامی جمهوریت د فوځ د ورځې په مناسبت د پاکستان د سمندری ځواک یوه بېړۍ څلور ورځې په بندرعباس کښې ولاړه وه او له ایرانی بېړیو سره یې یو ورځنی مشقونه ترسره کړل.
--------