پاکستان د هند فیصلې په وړاندی سخت عکس العمل وښود
زموږ د خبریال د راپور په اساس، پاکستان د سند طاس تړون د مذاکرو د ځنډیدو په وړاندی غبرګون وښود.
په خارجه چارو کی د پاکستان د لمړی وزیر سلاکار«سرتاج عزیز» وویل: چی د هند دغه فیصله د جګړې د اعلان په شان ده.
هغه په دې باندی په ټینګار سره، چی هند نشی کولای په یو اړخیزه توګه تصمیم ونیسی؛ زیاته کړه: پاکستان، د هند په وسیله د سند طاس خبرو اترو د ځنډولو په صورت کی به نړیوالې محکمې ته شکایت وکړی.
هندی لوړو پوړو مقامونو پرون، د دغه هیواد له لمړی وزیر«نارندرا مودی» سره له کتنې، او له پاکستان سره، د سند طاس د اوبو د اشتراک د موافقې له څیړلو وروسته، تصمیم ونیو د سند طاس تړون مذاکرې، وځنډوی.
پدې غونډه کی وټاکله شوه؛ د سند طاس له اوبو څخه د لازیاتې ګټې اخیستنې لپاره، په جمو او کشمیر کی لازم تاسیسات جوړ شی.
د سند طاس دائیمی کمیټه چی د سند طاس د شپږو سندونو د اوبو د اشتراک په باره کی، د هند او پاکستان د اختلافاتو د ختمولو په هدف سره، جوړه شوې ده؛ هر کال یو ځلې جوړیږی.