د هند او پاکستان ترمېنځ د تاوتریخوالی اوج
د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کښې د هندی ځواکونو په فوځی اډه باندې له حملې وروسته چې د تېرې هفتې د ایتوار په ورځ وشوه او د اتلسو هندی ځواکونو د وژلې سبب شوه
او دغه هېواد هم پاکستان تورن کړ چې یرغل کوونکی د دغه هېواد له خاورې کشمیر ته ننوتلی وو د هند او پاکستان ترمېنځ تاوتریخوالے تر دې حده زیات شوے دے چې د هند د بهرنیو چارو د وزارت ویاند وېکاس سواروپ په خپله ټوئیټر پاڼه کښې وویل چې په هندیا د هند ترکنټرول لاندې کشمیر کښې د پاکستان په بیا بیا مداخلتونو باندې په اعتراض کښې به د سارک ډلې په نولسمه سرمشریزه غونډه کښې چې د روان میلادی کال په نومبر کښې په اسلام آباد کښې جوړیږی ګډون ونکړی.
هغۀ وویل، د نیپال حکومت چې د سارک ډلې اوسنۍ مشری په غاړه لری د هند د حکومت له دې فېصلې خبر کړے شوے دے. له هنده وروسته بنګلادېش او بوټان هم په اسلام آباد کښې د سارک په سرمشریزه غونډه کښې نه ګډون اعلان کړ او حتی ویل کیږی چې افغانستان به هم په دغه غونډه کښې ګډون ونکړی او کېدې شی سری لنکا او حتی نیپال چې د سارک ډلې اوسنۍ مشری په غاړه لری او له هند سره ګډه پوله لری، د هند تر تاثیر یا دباو لاندې راشی او د دغې غونډې په اړه یو لړ ملاحظات ولری. لکه د هند د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند په بیانیه کښې د سارک ډلې له غړیو غوښتل شوی دی چې د سارک ډلې د سرمشریزې غونډې په اړه چې په اسلام آباد کښې جوړیږی یو لړ ملاحظات ولری.
که نړیواله ټولنه مېنځګړیتوب ونکړی او هند په اسلام آباد کښې د سارک په غونډه کښې ګډون ته ونه هڅوی نو کېدې شی پاکستان دغه غونډه وځنډوی. خو د سارک ډلې په اړه باید وویل شی چې دغه ډله چې د جنوبی اېشیا په هېوادونو مشتمله ده یوازې ی د اقتصادی او تجارتی ملګرتیاو لپاره ده خو د هند او پاکستان چې د دغې ډلې دوه مهم او ستر غړی دی ترمېنځ د همېشنی تاوتریخوالی په وجه هیڅ وخت د دغې ډلې د خوښې مقصدونه نه دی پوره شوی او د دغې ډلې نور غړی له دغو دوو هېوادونو څخه ګیله من دی او وائی چې د هند او پاکستان ترمېنځ همېشنی اختلافات د دې اجازه نه ورکوی چې سارک ډله د خوښې نتائح ترلاسه کړی.
که څه هم دغه ډله د هغې د دوو غړیو یعنې هند او پاکستان د اختلافاتو په وجه تر اوسه په یوې مهمې ډلې نه ده بدله شوې خو د سرمشریزو غونډو جوړېدو لږ تر لږ دا فرصت رامنځته کوۀ چې د هغې ترڅنګه د هېوادونو سرمشران ترخپل مېنځو مسائلو باندې بحث وکړی او لکه څنګه چې ټاکلې شوې وه د هند وزیراعظم نرېندرا مودی په اسلام اباد کښې د سارک په سرمشریزه غونډه کښې ګډون وکړی نو کولې شول له خپل همسنګ نواز شریف سره په کشمیر کښې د هند په فوځی اډه باندې د حملې په مسئله بحث وکړی خو د هند د حکومت فېصله چې په بیړې سره وشوه دغه فرصت له لاسه ورکوی.
باید وویل شی چې که په راتلونکو وختونو کښې غونډې په بنګلا دېش یا هند کښې جوړې شی نو کېدې شی پاکستان هم متقابلاً پکې ګډون ونکړی. او کېدې شی په راتلونکو وختونو کښې سارک ډله له خطر سره مخامخه شی او د ړنګېدو امکان یې هم شته.
نو پکار دی ووایو چې بنګلادېش چې د همدغه هېواد د وړاندیز په بنیاد سارک ډله جوړه شوې ده پکار دی کوشش کړے وې چې د دغې ډلې د ساتنې لپاره د هند او پاکستان ترمېنځ د مېنځګړیتوب رول ولوبوی. که خداے مه کړه د هند او پاکستان ترمېنځ تاوتریخوالے دې حد ته ورسی چې نه یوازې د سارک ډلې د ړنګېدو سبب شی بلکه کېدې شی دواړه اېټمی هېوادونه د جنګ په درشل کښې راشی. لکه اوس هم د دواړو هېوادونو ترمېنځ دغه حالت واکمن شوے دے او د دواړو هېوادونو ځواکونه د ځاے پرځاے کېدو او تیارۍ په حال کښې کیږی.
حتی هند د اوبو د جنګ ګواښ هم کړے دے او ویلی یې دی چې هغه سیندونه چې د پاکستان اکثرې زمکې په تېره بیا په پنجاب صوبه کښې زمکې خړوبوی وتړی چې د پاکستان حکومت هم ویلی دی چې که دغه کار وشی نو دا به د جنګ یو اعلان وګڼل شی.
که څه هم د هند د اوبو او فوځی دړکې زیاتره د دباو راوړلو او سیاسی اړخ لری ځکه چې هند نه غواړی چې له پاکستان سره په ښکېلېدو سره خپله اقتصادی وده او پرمختګ اودروی او همدارنګ نه شی کولې د اوبو په تړلو سره د هغو ساتنه وکړی ځکه چې دا چاره په هند کښې د سېلاب سبب کیږی او د هند زیاتره کوشش دا دے چې د سیمه ایزو او نړیوالو ملګرتیاو په حاصلولو سره پاکستان ګوښې ته کړی.
خو پوښتنه دا ده چې که د دغو دواړ هېوادونو د جنګېدو کمزورے امکان هم وی نو بیا ولې نړیواله ټولنه او د ملګرو ملتو اداره او په تېره بیا امریکه د دواړو هېوادونو ترمېنځ اصلی مسئلې ته چې د کشمیر او د کشمیر د خلقو مسئله ده پاملرنه نۀ کوی؟ د ملګرو ملتو په هغو پرېکړ لیکونو ولې عمل نه کیږی چې د کشمیر خلقو ته دا حق ورکوی چې خپل برخلیک د رېفرېنډم له لارې وټاکی او فېصله وکړی چې له هند سره یا پاکستان سره اوسېدل غواړی اوکه ځانته خپلواکه اوسېدل غوره کوی؟ چې د کارپېژاندو له نظره دا څو وجوهات لری چې د ملګرو ملتو اداره او هغه هېوادونه چې په ملګرو ملتو کښې مهم کردار ادا کوی له یوې خوا نه غواړی د هند ستر بازارونه له لاسه ورکړی او له بلې خوا هم یوه داسې مسئله چې له مسلمانانو سره تعلق لری د هغې د هواری لپاره د څه دلچسپۍ څرګندونه نه کوی. لکه په فلسطین کښې هم دغه قضیه روانه ده. که په ختیځ تېمور یا په جنوبی سوډان کښې په مسیحی مېشته سیمو کښې د برخلیک ټاکل وی نو هلته کښې نړیواله ټولنه او د ملګرو ملتو اداره په حرکت کښې راځی خو د دې په غېر صورت کښې د هغوی لخوا هیڅ اقدام نه کیږی.
پکار دی وویل شی چې د جولائی میاشتۍ له وړومبیو وختونو څخه چې د هند ترکنټرول لاندې د کشمیر د حزب المجاهدین یو مشر مظفر وانی د هندی ځواکونو په لاسو ووژل شو د کشمیر د خلقو احتجاجونه اوج ته ورسېدل له دغو احتجاجونو سره د هندی ځواکونو د چلند په نتیجه کښې تر اوسه یو سل اته تنه کشمیریان وژل شوی او تقریبا زر تنه نور ژوبل شوی دی.
---------