هندوستان په نوی تیری کښې دوه پاکستانی پوځیان ووژل
د هند او پاکستان په پوله کښې د ډزو په تبادله کښې دوه پاکستانی پوځیان وژل شوی دی.
ایرنا خبری آژانس د پاکستان د پوځ له قوله لیکلی چې په کنټرول لاین کښې پر پاکستانی ځواکونو د هندوستان د سرحدی ځواک په ډزو کښې دوه پاکستانی پوځیان ووژل شول.
خو هندی لوری وائی چې د پاکستان په خاوره کښې یې په یوه ډله ترهګرو ډزې کړې دی او ګڼ شمیر ترهګر یې وژلې دی.
البته پاکستان دا ادعا ردوی.
د پاکستان د پوځ ویاند جنرال عاصم باجوا وویل چې د پاکستان په خاوره کښې د ترهګرو په سنګرونو د هدفمنې حملې په اړه د هندوستان ادعا یو توهم دی او دا کوم کار چې هغوی کړی د پاکستان په خاوره بې وجې ډزې او تیری دی.
د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد آصف هم وویل چې هندی ځواکونو نن سهار په کشمیر کښې د پاکستان پنځه سرحدی سیمې بې دلیله وویشتلې او په مقابل کښې پاکستانی ځواکونو د هندوستان د تیری په ځواب کښې پر هغوی ډزې وکړې.