په اسلام اباد کې دهندوستان سفیر دپاکستان خارجه وزارت ته احضار شو
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i26782-په_اسلام_اباد_کې_دهندوستان_سفیر_دپاکستان_خارجه_وزارت_ته_احضار_شو
زمونږخبریال راپورراکړ دپآکستان خارجه وزارت نن یو ځل بیا په اسلام اباد کې هندی سفیر احضار کړی څو دهندی پوځیانو په لاس په پولې کې د وژلو شویو پاکستانیو پوځیانو د وژلې په باب ئې دخپل حکومت له غوسې اوکرکې خبر کړی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Sep 30, 2016 11:00 Asia/Kabul
  • په اسلام اباد کې دهندوستان سفیر دپاکستان خارجه وزارت ته احضار شو

زمونږخبریال راپورراکړ دپآکستان خارجه وزارت نن یو ځل بیا په اسلام اباد کې هندی سفیر احضار کړی څو دهندی پوځیانو په لاس په پولې کې د وژلو شویو پاکستانیو پوځیانو د وژلې په باب ئې دخپل حکومت له غوسې اوکرکې خبر کړی .

 دپاکستان مرستیال خارجه وزیر  چودری اعزاز احمد   د دغه هندی ډیپلوماټ  داحضارولو په وخت  ویلی دی ، پرون ناوخته   پرپاکستانیو پوځیانو حمله  ښئ  چې  هندوستان  نړیوال قوانین ترپښو لاندې کړی او  دغو قوانینو ته کوم اهمیّت  نه ورکوی .

ویل کیږی  په کنټرول کرښې  کې  دهندی اوپاکستانیو  عسکرو ترمینځ په پرونیو ډزو کې  څو کسان  وژل شوی او  یو شمیر نور هم ټپیان شوی دی . پاکستانیو سرچینو ویلی دی چې یو هندی  پوځی  ئې نیولی هم دی . البته په دې باب نور جزیات نه دی خپره شوی .