دپاکستان پوځ له دښمن سره دهرډول مقابلې لپاره بشپړ تیار دی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i26905-دپاکستان_پوځ_له_دښمن_سره_دهرډول_مقابلې_لپاره_بشپړ_تیار_دی
زمونږخبریال راپور راکړ دپاکستان دپوځ عمومی قوماندان جنرال راحیل شریف په لاهور کې دپوځی تاسیساتو د لیدو په وخت دپوځ دعملیاتی تیاریانو په باب ډاډ څرګند کړ او وې ویل ، د دښمن هرډول بلاغواړو اقدماتو ته به غاښ ماتونکی ځواب ورکړل شی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 01, 2016 12:13 Asia/Kabul
  • دپاکستان پوځ له دښمن سره دهرډول مقابلې لپاره بشپړ تیار دی

زمونږخبریال راپور راکړ دپاکستان دپوځ عمومی قوماندان جنرال راحیل شریف په لاهور کې دپوځی تاسیساتو د لیدو په وخت دپوځ دعملیاتی تیاریانو په باب ډاډ څرګند کړ او وې ویل ، د دښمن هرډول بلاغواړو اقدماتو ته به غاښ ماتونکی ځواب ورکړل شی .

 هغه  پخپلې وینا کې  همداراز پوځی قوماندانانو ته سپارښتنه وکړه  چې پر جنګی زده کړو دې نوره هم توجه ورکړی  څو داسې  کوم پوځی  هنر او تخصص پاتې نشی  چې دخپل ټاټوبی دفاع پرې کیدلی شی . 

 جنرال راحیل شریف  دغه راز وویل ،  وسله وال پوځ  له هندوستان سره  په  درستورسمی پولو  او کنټرول  لاین کې  په سل کې سل  تیار دی  او داندیښنې هیڅ خبره  هم نشته .

 په هندی کشمیر کې  دهندی پوځیانو په  یوه مرکز  له ترهه ګرې حملې وروسته  چې  کابو دوه اونۍ مخکې شوی  او  کابو اتلس هندی پوځیان پکې  وژل شوی وو ، دهند اوپاکستان  اړیکې تر ډیره حده   ترینګلی شوی دی  او  په سیمې اونړۍ کې  د دغو دواړو ایټمی قدرتونو  پرترینګلتیاؤ  اندیښنې زیاتې شوی دی .

 له  دې سره په یو وخت  فارس خبری آژانس  هم راپورورکړی    دهند اوپاکستان ترمینځ په ترینګلتیاؤ پسې  دهندوستان  پوله ایزې سیمې له خلکو په خالی کیدو دی  او  کرارو سیمو ته  کوچیدلی دی .داسې راپورونه هم ترلاسه شوی دی چې  د دواړو  هیوادونو پوځیان بشپړ تیارسۍ دی او دبارودو دګودام دپاسه  په کیناستو سره ئې یوه بل ته سترګې راباسلی دی .