د ډنمارک پولیسو د فلسطین ملاتړو اعتراض وځاپه + ویډیو
Aug 15, 2026 12:16 Asia/Kabul
د ډنمارک پولیسو په پلازمېنه کوپنهاګن کې د «مرسک» د سترې سمندري لېږدونې شرکت مخې ته د فلسطین ملاتړو پر اعتراض کوونکو برید کړی او د هغوی لاریون یې ګډوډ کړی دی.
اعتراض کوونکو د صهیونیستي رژیم لپاره د وسلو د لېږد پر وړاندې اعتراض کړی و.
د راپورونو له مخې، پولیسو د مرسک شرکت له مرکزي دفتره بهر د راټولو شویو فعالانو پر غونډه برید وکړ او د هغوی اعتراض یې په زور پای ته ورساوه.
ټیګونه