پاکستان بیاهم هندوستان د اوربند په خلاف ورزۍ تورن کړ
Oct 03, 2016 12:57 Asia/Kabul
پاکستان وائی هندوستان یوځل بیا په کنټرول لاین کښې د اوربندخلاف ورزی کړې ده.
زمونږ خبریال رپورټ راکړی چې د پاکستان د پوځ ویاند جنرال عاصم سلیم باجوا وویل: په تیرو پنځو ورځو کښې هندی ځواکونو په دریم ځل په کشمیر کښې د هند او پاکستان ترمینځ سرحدی کرښه کښې د ټینګ شوی اوربند خلاف ورزې کړې او دواړو لورو څو ساعتونه پر یوبل ډزې کړې دی.
د پاکستان خارجه وزارت تیره پنجشنبه په اسلام آباد کښې د هندوستان د سفیر په وربللوسره په کشمیر سیمه کښې کنټرول لاین باندې د وروستیو ناکراریو په لړ کښې هندوستان ته د پاکستان د حکومت رسمی اعتراض اعلان کړ.