اسلامی ایران په پاکستان کې وروستۍترهه ګره حمله ستر جنایت ګټی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i29605-اسلامی_ایران_په_پاکستان_کې_وروستۍترهه_ګره_حمله_ستر_جنایت_ګټی
زمونږخیریال راپورراکړ دایران دخارجه وزارت ویندوی بهرام قاسمی نن په یولړ څرګندونو کې دپاکستان دبلوچستان صوبې په کویټه ښْآر کې دپولیسو د پولیسو په روزنیز مرکز کې دوحشی ډوله ترهه ګرو دحملې په محکوم کولو سره وویل ،اسلامی ایران تل دترهه ګرو ډلو سره په چلند کې دهراړخیزې ملګرتیا په ضرورت ټینګار کړی او دغه راز یو ځل بیا په دې زمینې کې دپاکستان له حکومت سره دمرستې لپاره تیار دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 25, 2016 11:01 Asia/Kabul
  • اسلامی ایران په پاکستان کې وروستۍترهه ګره حمله ستر جنایت ګټی

زمونږخیریال راپورراکړ دایران دخارجه وزارت ویندوی بهرام قاسمی نن په یولړ څرګندونو کې دپاکستان دبلوچستان صوبې په کویټه ښْآر کې دپولیسو د پولیسو په روزنیز مرکز کې دوحشی ډوله ترهه ګرو دحملې په محکوم کولو سره وویل ،اسلامی ایران تل دترهه ګرو ډلو سره په چلند کې دهراړخیزې ملګرتیا په ضرورت ټینګار کړی او دغه راز یو ځل بیا په دې زمینې کې دپاکستان له حکومت سره دمرستې لپاره تیار دی .

  هغه  په دې مناسبت دپاکستان ملت او حکومت اودقربانیانو خپلوانو  ته  دایران دملت او حکومت دتسلیّت په ویلو سره   دترهه ګرۍ له سپیرې بلا  سره دټولو په جرړه ایزې مقابلې  او جدیّت  ټینګار وکړ .

 داپه داسې حال  کې دی چې بیګا کابو یولس بجې   درو  وحشی ډوله  ترهه ګرو  دکویټه ښار  په شاوخوا کې دپولیسو په یوه روزونکی مرکز په حملې سره  چې ټول ټال پکې  اوه سوه روزونکی پولیسی ځواک  موجود ؤدساتونکی په وژلو سره  دغه مرکز ته ننوتلی  او ستر جنایت ئې راپنځولی دی  او وروستی راپورونه ښئ چې په دغې حملې کې د خبر ترمخابیره کیدا پورې   کابو پنځه اتیا   کسان  مړه او یوسل شل نور ټپیان  کړی دی . البته ځینی  خبرونه ښئ  چې ممکنه ده  دمړو شمیر به نوره  هم زیات شی .

داپه داسې  حال کې دی چې   دوه ورځې  مخکې دپاکستان دپوځ  عمومی قوماندان  جنرال راحیل شریف په زغرده ویلی وو چې  دترهه ګرۍ جرړې ئې  ویستلی دی  او نور ترهه ګر مرکزیّت نه لری چې   دوه ورځې نه وې تیرې  دغه ستر جنایت دکویټه ښار  بې څوکه اوسیدونکی بیا  ولړزول

وروستي راپورونه ددې ښودنه کوي چې  دکویټه  په مینځ کې  دپولیسو   په روزونکي مرکز  دترهه ګرو حملې یولړ جدي پوښتنې  هم راولاړې کړي دي  هغه داچې دخبرو سرچینوپه اساس   روزونکو پولیسو ته  د  پولیسو یوه لوړپوړي چارواکي   له دغې حملې  دوه ورځې مخکې ویئلي وو چې  دوي دې په چټۍ نه ځي  او دلته دې پاتې شي ، او دغه راز  په دغه مرکز کې ټول ځواک بې وسلې دی ، نودا له چټۍ  دپولیسو ستنول او روزونکو پولیسو سره دوسلو  نه شتون آخر څه موخه لري .  حال دا چې  په دغه مرکزکې کابواوه سوه روزونکي پولیس موجود وو.