هندوستان دې د پاکستان دصبر امتحان نه اخلی
ایرنا خبری آژانس دپاکستان دخبری رسینو له قوله راپورورکړی دپآکستان لومړی وزیر نواز شریف نن دخپلو لوړ پوړو سیاسی اوامنیتی سلاکارانو په شتون سره په یوې غونډې کې ویلی دی، دهندوستان له خوا په کشمیر کنټرول لاین کې داوور بند له پرله پسې خلاف ورزیو سره سره پاکستان تراوسه پورې له ډیر زغمه کار اخستی دی .
نواز شریف زیاته کړی ، پاکستان به هیڅکله دهندترکنټرول لاندې کشمیر خلک د آزادۍ د ترلاسه کولو لپاره په مبارزې کې یوازې پرې نه ږدی .
داپه داسې حال کې دی چې دپاکستان دپوځ دهوائی ځواک قوماندان جنرال سهیل آمان هم نن په کراچۍ کې ددفاعی صنائعو دنړیوال نندارتون د لیدو په وخت په یولړ څرګندونو کې ویلی دی، پاکستان دهندیانو دپوځی تیریو په احتمال هیڅ ډول اندیښنه نه لی او دهرډول حملې ځواب ویئلو ته تیار دی . هغه د هندوستان چارواکو ته سپارښتنه کړې ، غوره ده چې دغه هیواد دخبرو اترو له لارې له پاکستان سره بحثونو ته دوام ورکړی او له سوله ایزې لارې دې دکشمیر شخړې حل پر مخ بوځی .