له هند سره د خبرو اترو لپاره د پاکستان د چمتوالی اعلان
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i34159-له_هند_سره_د_خبرو_اترو_لپاره_د_پاکستان_د_چمتوالی_اعلان
په بهرنیو چارو کښې د پاکستان د وزیراعظم سلاکار یو ځل بیا له هند سره د خبرو اترو لپاره د خپل هېواد چمتووالے اعلان کړ.
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Dec 04, 2016 13:55 Asia/Kabul
  • له هند سره د خبرو اترو لپاره د پاکستان د چمتوالی اعلان

په بهرنیو چارو کښې د پاکستان د وزیراعظم سلاکار یو ځل بیا له هند سره د خبرو اترو لپاره د خپل هېواد چمتووالے اعلان کړ.

د سحر چېنل د رپوټ له مخې سرتاج عزیز نن د هند په امرتسر ښار کښې د اېشیا زړۀ نومې کانفرنس ترڅنګه وویل چې هر وخت نوی ډیلی چمتوالے ولرۀ پاکستان د خبرو اترو لپاره اماده دے.

هغه تاکید وکړ پاکستان په سیمه کښې د امنیت د ټینګښت او د سولې او ثبات  برقرارۍ غوښتونکے دے او په دې لړ کښې لګیا دے هلې ځلې کوی. د پاکستان د وزیراعظم سلاکار د نوی ډیلی او اسلام آباد ترمېنځ د اختلافاتو د هواری یوازېنۍ لار خبرې اترې وبللې.

له دې مخکې هم د دغه هېواد وزیراعظم نواز شریف د کشمیر د مسئلې په شمول د اختلافاتو د هواری په خاطر له هند سره د خبرو اترو لپاره د خپل هېواد امادګی اعلان کړې وه.

دا په داسې حال کښې دی چې د هند د بهرنیو چارو وزیر مرستیال جی شنکر تېره ورځ د اېشیا د زړۀ کانفرسن ترڅنګه د دغه هېواد او پاکستان د چارواکو ترمېنځ د هر ډول خبرې اترې رد کړې.

-------